دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د طالبانو او امریکا تر منځ ګډه اعلامیه؛ د ناکامۍ لپاره لارښود
بسم الله الرحمن الرحيم
د طالبانو او امریکا تر منځ ګډه اعلامیه؛ د ناکامۍ لپاره لارښود

خبر:

په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د افغانستان اسلامی جمهوریت او امریکا ترمنځ ګډه اعلامیه!

تبصره:

د افغانستان مسلمانانو د امریکا په رهبرۍ د ۲۰ کلن اشغال په ختمولو او د دوی په اېستلو سره، خپل مقدس لقب (د امپراطوریو هدیره) وساته. له ټولو پوځي کمزورتیاوو سره سره یې، د لویو پوځي امکاناتو لرونکې امریکا دې ته اړ کړه، چې له افغانستان څخه ووځي. خو ایا دوی به وکولی شي چې د غرب نفوذ بند کړي؟ چې دا په حقیقت کې د ستونزو اصلي سرچینه ده.

کله چې امریکا او د هغوی متحدینو دوه لسیزې مخکې پر افغانستان برید وکړ، دوی له وحشي ځواکونو، مرګ او ویرانیو سره راغلل، چې مخکې له مخکې افغانان له جګړې ستړي وو. په ډېره لنډه موده کې یې د طالبانو رژیم نسکور کړ. دغه پوځي واکمني د امریکا د متحده ایالاتو غرور نور هم ډېر کړ. مګر ډېر ژر دوی له دې حقیقت سره مخ شول، چې پوځي اشغال دوامداره نه پاتې کیږي، ځکه د افغانانو اراده له اشغالګرو څخه د خلاصون او خپلو کارونو د تنظیمولو لپاره ډېره پیاوړې وه. دغه کار امریکا وهڅوله ترڅو طالبان د خبرو مېز ته راولي، چې کمزوري یې کړي. په داسې حال کې دوی په قوي موقف کې وو، لوړ لاس یې درلود او د دوی په مقابل کې یې هېڅ نه شوای کولی. همدارنګه په داسې حال کې چې متحده ایالات د دغه خبرو اترو یوازني ګټونکي وو. د امریکا له کمزوري دریځ سربېره دوی وکولی شول، چې پر طالبانو خپل نفوذ او امتیازات وکاروي.

تر دې کچې چې په دغه ګډه اعلامیه کې یې د « تروریزم ضد جګړه» داستان، چې امریکا او د هغې متحدینو، تر دغه نامه لاندې افغانستان او نور اسلامي هېوادونه اشغال کړل، د افغانستان په نوي اسلامي امارت هم قبول کړ. په دغه اعلامیه کې راغلي «دا په ښکاره ډول هغو کسانو ته پیغام دی، چې امریکا او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ پېښوي. په دې مانا چې په افغانستان کې د هغو کسانو لپاره ځای نشته، چې امریکا او د هغې متحدینو ته ګواښ پېښوي او له دغه ډول خلکو او ډلو سره به هېڅ ډول همکاري نه کوي.» که څه هم څو کاله مخکې د دوی خپله موخه «د ترهګرۍ ضد جګړه» شعار و.

همدارنګه د اګیست له ۱۴مې، ورسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو شریکول، هم پیل شول. په همدې اونۍ کې یوازې څو ساعته وروسته د کابل هواي ډګر په یوه ګڼه سیمه کې چاودنه وشوه. جنرال کینیټ مک کمینزي د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان د امریکا د دفاع وزارت، په یوه جلسه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د استخباراتي معلوماتو شریکول افشا کړل.

هغه وویل چې طالبانو او امریکا د اګیسټ تر ۳۱مې، پورې د وتلو د روان ماموریت د پای ته رسولو «ګډه موخه» سره شریکه کړه. «تر څو چې موږ دغه ګډه موخه خوندي ساتو، له دوی سره همکاري ګټوره ده» مک کینزي وویل، چې هغه په طالبانو باور نه لري، چې د پنج شنبې بریدونو ته به یې قصداُ اجازه ور کړې وي، خو هغه ومنله چې ډېر مطمئن نه دی.

همدارنګه په دغه «ګډه اعلامیه» کې چې دواړو خواوو لاسلیک کړې ده، راغلي چې متحده ایالاتو په افغانستان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په خوښه، د نظامي مداخلې لپاره بیا تیاری اعلان کړی، تر څو د القاعدې او داعش هڅې ګډې وډې کړي. د دغې اعلامیې په منلو سره طالبانو نه یوازې دا چې خپل ځانونه د اشغالګرو په غولونکو بیانونو پورې محدود کړ، بلکي امریکا ته دا زمینه برابروي، چې د افغانستان د خلکو په داخلي چارو کې مداخله وکړي.

په ورته ډول طالبانو د امریکا له لارښونو سره توافق وکړ، چې له پخوانیو رهبرانو او مفکرینو سره چې د خپلو خلکو پر وړاندې یې له امریکا سره همکاري کړې وه، سیاسي جوړښت وکړي. که چېرته دغه نظریه په افغانستان کې د مختلفو قشرونو تر منځ د پخلاینې لپاره یو ابتکار وی، نو کېدای شي پایله ولري، که چېرته نه وي حد اقل د داخلي پخلاینې لپاره یوه هڅه خو ده. خو که دا د اشغلګرو وړاندیز وي، چې د دوی له لاسپوڅو سره کار وکړي، نو دا یوازې د امریکا د ګټو خوندي کول دي او د لوی ناورین لپاره لارښونه ده، چې دا به طالبان کمزوري کړيش، په داسې حال کې چې دوی مخکې قوي او د واک خاوندان وو.

دا یوازې د امریکا د متحده ایالاتو چل ورکوونکې کړنې دي، تر څو په سیمه کې خپل نفوذ وساتي. زموږ وروستي تاریخ ښودلې، چې یوازې د دښمن د فاسدو نظریو او نفوذ له ایستلو پرته، فزیکي ایستل کفایت نه کوي. ترڅو پورې چې د دوی یو تار له موږ سره وصل وي، موږ به هېڅ کله هم ازاد نه وو. په بشپړ ډول به موږ هغه ورځ ازاد وو چې کله د دوی له فساد، غلطو نظریو او سیسټم څخه ازاد شو. موږ یوازې د اسلام په واسطه سره یو کېدای شو، له اسلام پرته په بل هېڅ شي نه شو سره یو ځای کېدای.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته!

لیکوال: اوکې پولا، په نیوزرلنډ کې د حزب التحریر مطبوعاتي ویاند

Last modified onشنبه, 18 سپټمبر 2021

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې